د مالیې وزارت سرپرست د اتاقونو فډراسیون له رئیس او غړو سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د اتاقونو فډراسیون له رئیس او غړو سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې لومړی، د اتاقونو فډارسیون غړې فرښتې زحل د اتاقونو د قانون په رڼا کې د اطاقونو د فډارسیون رامنځته کېدو په څرنګوالې رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې فډراسیون د ټولو اتاقونو لپاره واحد چتر دی او د سوداګرۍ او پانګونې، صنایع او کانونو، ښځو د سوداګرۍ، نړیوالې سوداګرۍ، کسبګرو، د کرنې او سوداګرو اطاقونه یې خپلواک غړي دي او د خصوصي سکټور د واحدې مرجع په توګه د سوداګرو ستونزو او د دولت او خصوصي سکټور په دوه اړخیزه همکارۍ له دولت سره همکاري کوي.
د مالیې وزارت سرپرست، په نږدې راتلونکي کې له ملي سوداګرو سره د ملي بحث خبر ورکړ او په تدریجي توګه د مرستندویانو د مرستو بهیر کمېدو ته په پام سره، اړتیا ده چې له کورنیو عوایدو د بودیجې تمویلولو په موخه لازم تدابیر ونیول شي. نو له همدې کبله د ملي عوایدو راټولېدو او مالیاتو د تېښتې مخنیوي په برخه کې د خصوصي سکټور همکاري اغېزمن رول لري. نوموړي زیاته کړه، ښایي له ملي سوداګرو سره په ۲۰ قلمه عمده وارداتي توکو چې د مالیې د تېښتې ډېری برخه پکې حس کېږي تمرکز وشي، چې د دې دواړو مواردو لپاره د خصوصي سکټور په ځانګړي توګه د اتاقونو فډراسیون همکاریو ته جدي اړتیا ده.
د اتاقونو فډارسیون رئیس محمد اسمعیل غضنفر، هم په دې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو په ستونزو خبرې وکړې او د مالیې وزارت او اړوندو ارګانونو له لورې دې ستونزو ته د رسېدو غوښتونکی شو. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیې وزارت له ګمرک سره د مبدا هیوادونو د ګمرکي معلوماتو په شریکولو سره تر ډېره بریده په جنس کې تغییر یا وزن کې د تغییر ستونزې حل شوې دي او د عوایدو د ورکېدو مخنیوی کېږي او د ازبیکستان او ترکمنستان په څېر ګاونډي هیوادونه په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د مالیې وزارت سرپرست، د ملي سوداګرو ستونزو ته د دې وزارت د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې دولت او خصوصي سکټور باید د تعرفې او ګمرکي محصول په شمول ټولې ستونزې په ملي بحث کې وړاندي کړي او په داسي ډول هوکړې ته ورسېږي، چې له یوه لوري ملي او د سوداګر ګټې پکي تضمین او له بل لوري تطبیقي اړخ ولري.
