د کورنۍ پلټني لوی ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره سو

admin_mof
Tue, Oct 12 2021 4:17 PM
خبر

د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست کارکوونکو ته د  ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره او تر راتلونکو څو ورځو پوري به دوام وکړي.

په دې ورکشاپ کي د درغلیو او سیستمونو د ریاست رئیس، د عوایدو او ګمرکونو د ریاست سرپرست، د بودیجې او خزاینو د ریاست سرپرست او همدارنګه د شتمنیو او ظرفیت لوړولو ریاست سرپرست هم شتون درلود.

 په پیل کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دې ورکشاپ د اهمیت په ا ړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چي د نوي  عصر او تکنالوژۍ سره سم باید ټول کارمندان ځانونه په مسلکي او تخصصي  برخو سمبال او هم په مسلکي او تخصصي ورکشاپونو کي برخه واخلي تر څو خپلي تجربې او پوهه یو بل ته انتقال کړي. وروسته کډونوالو هر یوه د دې ورکشاپ د ارزښت  په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

خبر

 د یادولو وړ ده چي د پلټني د اصلاحاتو دفتر کارکوونکو لخوا د AMIS  ( Audit Management Information System)  سیستم په اړه د کورنۍ پلتنې لوی رئیس ته معلومات ورکړل سول، چي د نوموړي لخوا بیا د کارکوونکو د ارزوني سیستم او د پلټني تعقیبولو (پیگیری) سیستم د نوښت په اړه لازم هدایت ورکړل سول او په پای کي مجلس د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS