د مالیې وزارت د رهبرۍ نوبتي ناسته ترسره سوه

admin_mof
Mon, Feb 14 2022 2:16 PM
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، په مشرۍ د مالیې وزارت د رهبرۍ نوبتي ناسته، چې د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو هم ګډون درلود، د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل او ترسره سوه.

د ناستې په پیل کې د اړوندو مسؤلینو له لوري، ګډونوالو ته لومړی د تېرو ناستو د پرمختګونو، پرېکړو او لاسته راوړنو بشپړ راپور وړاندې او ورپسې د کابینې د ۱۴۴۳/۶/۲۱ نېټې، ۲۰مې مصوبې د اجنډا له مخې د مالیې وزارت رهبرۍ د هدایت پر بنسټ د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې دولتي مامورینو ته چې په بانکي حسابونو کې یې ستونزه ده د معتمد پر واسطه د معاشونو د ورکړې، د عوایدو عالي شورا او ولایتي کمېټو د بیا احیاء غوښتنې، د اصنافو د مالیې نورم کمېدلو او جریمو د معافیت پرانیست غونډې پر پرانیستلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وسوه.

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د تېرو ناستو د لاسته راوړنو او پرمختګونو ته د خوښۍ ترڅنګ وویل، چې په اړوندو برخو کې دې یو ګډ کمېسیون جوړ سي، ترڅو د کارونو او فعالیتونو ارزونه وکړي او د فعالیتونو او ټکنیو فعالیتونو په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

دا راز د خزاینو، مالي او اداري او د عوایدو د انسجام او همغږۍ ریاستونو ته دنده وسپارل سوه، ترڅو په هغو  اولسوالیو کي چې بانکي خدمتونو ته د ماليې وزارت د کارکوونکو لاسرسی محدود دی کره معلومات ترلاسه کړي، چي څنګه کولای سو د دوی د معاشاتو ورکړه تر سره کړو او تر څنګ یې د عوایدو عالي شورا او ولایتي کمېټو د بیا احیاء په ګټو او زیانونو پلټنه وکړي، چې فعالول یې زیانمن که ګټور دي.

خبر

همداشان د دولتي شرکتونو له عمومي ریاست څخه وغوښتل سول، ترڅو یوه کړنلاره جوړه کړي چې طلبات یې زیات او په دې برخه کې لا نور هم چټک ګامونه پورته کړي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وسوه، چې د دغې ناستې بشپړ راپور او پرمختګونه دې په راتلونکو ناستو کې په ډاګه او پایلې دې شریکې کړای سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS