د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته سرټیفیکټونه ورکړل سول

admin_mof
Sun, Sep 11 2022 11:40 AM
خبر

د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست د همېشنیو هلو ځلو په دوام، د دغه ریاست مسؤلینو د هیواد د مرکز زون یو شمېر ولایتونو نوو ګمارل سوو کارکوونکو ته د مالیاتو قوانین، بررسۍ او سکټاس په برخه کي تخنیکي او مسلکي روزنه ورکړه.

د تخنیکي او مسلکي روزني، روزنیز پروګرام چي د روان کال سنبلې میاشتي په ۷مه نېټه د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي پیل سوی وو، د همدې میاشتي په ۱۶مه نېټه یادو کسانو ته د سرټیفیکټونو په وېشلو سره پای ته ورسېده. په دغه روزنیز پروګرام کي د لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو یو شمېر نوو ګمارل سوو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې پروګرام د پای په غونډه کي د بشري سرچینو رئیس احمد شاه شاکر، ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ستاسو په روزنه هم د بیت الما لګښت سوی او هم ستاسو په ګډون انساني سرچینو خپل قیمتي وخت درسره مصرف کړی، نو له تاسو څخه زموږ هیله داده، چي له درکړل سوي روزني څخه عظمي ګټه واخلئ او دا هیواد چې ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري له خپلو زده کړو او تجربو بې برخي نه کړئ.

خبر

هېره دي نه وي چي د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري نویو ګمارل سوو کسانو ته د ظرفیت لوړوني په موخه تل روزنیز پروګرامونه چمتو کېږي او د اسلامي امارت له راتګ سره تراوسه پوري زیات شمېر کارکوونکي له مسلکي او تخنیکي زده کړو برخمن سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS