افغان کارټ دولتي شرکت روسیې ته د انارو صادرات پيل کړل

admin_mof
Thu, Nov 17 2022 1:33 PM
خبر

د افغان کارټ دولتي شرکت له دېرش کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره روسیې ته د انارو صادرات پيل کړل. د صادراتو لړۍ پیلېدو په مراسمو کي د افغان کارټ دولتي شرکت رئيس سيد محمد قسیم او د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.

د دې مراسمو د پیل په وینا کي ښاغلي سيد محمد قسیم وویل: دغه شرکت تردې وړاندي د بېلابېلو لاملونو له کبله فلج سوی وو او تېره ورځ يې یو ځل بیا خپل فعالیت پېل کړ، چي له دېرش کلن ځنډ وروسته يې د لومړي ځل لپاره روسیې هيواد ته د انارو صادرات پيل کړل، د انارو دغه محموله شل ټنه ده او هڅه کوي په دې برخه کي سوداګري نوره هم پراخه کړي، چي ډېر ژر به د همدې شرکت پرمټ له روسیې څخه د غنمو، تيلو او نورو توکو صادرات پېل سي.

خبر

د يادونې وړ ده، چي تردې وړاندي له کندهار څخه تازه انار پاکستان او نورو ګاونډیو هيوادونو ته صادرېدل چي ډیر کله به یادو هیوادونو د افغان صادراتو پر وړاندي ستونزي جوړولې او د تجارانو مالونه به پر وخت بازار ته نه رسېدل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS