د افغانستان د خلکو سره د اسلامي پراختیايي بانک د مرستي په اړه د ماليې وزارت اعلامیه!

admin_mof
خبر

اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) د افغانستان لپاره د بشرپاله مرستو صندوق (AHTF) له لاري د (8,1) میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، شپږو نړیوالو بنسټونو سره د هيواد په مختلفو ولایتونو کي د خوړو خوندیتوب، د پاکو اوبو رسولو، روغتیا او کرني په برخو کي د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي. د مالیې وزارت، د اسلامي همکاریو سازمان، اسلامي پراختیایي بانک او د اسلامي همکاریو سازمان غړیو هيوادونو د دغه نیک اقدام څخه هرکلی او ستاینه کوي او د افغانستان له خلکو سره د بشر پاله او سخاوتمندانه مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.   د مالیې وزارت، له هغو ټولو بنسټونو څخه چي د بشري مرستو په برخه کي کارکوي، تمه لري چي د ټولني د واقعيتونو او لومړیتوبونو په پام کي نیولو سره، د دغه وزارت سره په همغږۍ پروژې طرح او ډیزاین کړي تر څو په شفاف ډول پلي او د خلکو سته ستونزي په حقیقي ډول حل سي.

وروستي اعلانونه

Back to announcements