مالیې وزارت د شکایتونو اورېدلو خپلواک امریت رامنځته کړ
مالیې وزارت په چارو کي د لا روڼتیا رامنځته کولو او د مراجعینو، سوداګرو او کارکوونکو ستونزو او شکایتونو ته پر وخت او سمه توګه رسېدو، د هر ډول غیر اصولي چارو او له دندو څخه د ناوړه ګټي اخیستني د مخنیوي په موخه د دغه وزارت په چوکاټ کي یو خپلواک امریت جوړ او په فعالیت ئې پیل وکړ.
د شکایتونو د اورېدلو امریت به په پوره اخلاص او بشپړي روڼتیا د هیوادوالو ستونزي او شکایتونه د حلولو په موخه د مالیې وزارت له مقام سره شریکوي او د نورو اجرااتو د څارني، ستونزو ته د رسېدو او شکایت کوونکو ته د ډاډ ورکولو مسؤلیت به پر غاړه لري.
هیوادوال کولای سي، چي خپل شکایتونه د لاندي برېښنالیک او ټیلیفون شمېرو له لاري او همداراز کولای سئ چي په حضوري ډول ئې له یاد آمریت سره، چي د مالیې وزارت د مقام په مقر کي موقیعت لري، شریک کړي:
د ایمېل پته: (complaint@mof.gov.af)
د ټیلفون شمېرې: (۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰) (۰۲۰۲۹۲۴۲۲۳)