د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کارکوونکو ته روزنیز پروګرام ترسره سو

admin_mof
Mon, Nov 06 2023 8:31 AM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ (Zoombyte) په همکارۍ د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کي دغه وزارت په خیبرهال کي ترسره کړ.
په دې مراسمو کي د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، مالي او اداري لوی رئیس بلال احمد قریشي، د معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ رئیس استاد محمد صادق برومند او د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل: «موږ ستاسو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د فرصتونو او امکاناتو په برابرولو سره خپل مسئولیت ادا کړ، له تاسو هم غوښتنه کوو، چي په مالیې وزارت کي د مثبت بدلون رامنځته کولو او نظام د پیاوړتیا په موخه خپل ظرفیت او مسلکي پوهه لا زیاته کړئ.»
د معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ رئیس استاد محمد صادق برومند په خپلو خبرو کي وویل: «خوښ یم چي د معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ (Zoombyte) په استازیتوب په دغه پروګرام کي، چي موخه ئې د مسلکي او تخصصي ظرفیتونو لوړول او د هيواد پرمختګ دئ، ګډون کوم. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چي په خپلو ورځنيو کارونو کي دوو مواردو ته لومړيتوب ورکړي، د خپلو ورځنيو کارونو تر څنګ دي تخصصي پروګرامونو زده کړي او خپلي نه ستړي کېدونکي هڅي دي تل جاري وساتي او د ستونزو پر وړاندي ژر تسلیم نه سي.»

خبر

مالي او اداري لوی رئیس بلال احمد قریشي د معلوماتي ټکنالوژۍ یا زومبایټ د انسټیټیوټ له ریاست څخه د منني تر ترڅنګ وویل: «دغه ښوونیز پروګرامونه د فردي ظرفیت لوړوني، په غوره بڼه د چارو د ترسراوي، د پام وړ او د خلکو له غوښتنو سره سم خدمتونو وړاندي کولو له اړخه خورا ارزښت لري؛ نو له دې پروګرام څخه د تخصصي پوهي د لوړولو، د نظام د پیاوړتیا او د اسلامي اُمت ته د خدمت په موخه اعظمي او اغېزمنه ګټه پورته کړئ.»
د يادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به درې میاشتي وغځېږي او ګډونوالو ته به پکښي دNetwork ، MCSE او CCNA برخي تدریس سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS