د روان مالي کال وري په میاشت کي د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وسوه!

syllab_admin
Tue, May 07 2024 10:45 AM
...............

 

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳مالي کال) د وري په میاشت کي د هیواد په ګمرکونو کي د ترسره سوو فعالیتونو د تخنیکي ارزوني په موخه ناسته وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او کارکوونکو ته ئې د وړتیا لوړولو، په خپل وخت سره شته ستونزوته د رسېدلو، په سمه توګه د اړوندو چارو د تر سره کولو او په ځینو نورو برخو کي ئې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس محمد وسیم عثمان له لوري د (۱۴۰۳ مالي کال) د وري په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په دې موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل سول.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ئې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS