د ډنډ پټان په ګمرک کي د (۸،۳) میلیونو افغانیو په ارزښت د رغنیزو چارو پروژه پیل سوه!

syllab_admin
Sun, Jun 02 2024 1:42 PM
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي، د یاد ولایت د ډنډپټان په ګمرک کي د (۸،۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د جومات جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه.
یاد جومات په معیاري بڼه د ټولو اړینو امکاناتو په درلودلو سره، په دوو پوړونو کي جوړېږي او په یوه وخت کي به د (۵۲۰) لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د دغي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او د پروژې چاري هم د یوه افغاني شرکت له لوري مخته وړل کېږي، چي په (۸) میاشتو کي به بشپړي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS