د کورنۍ پلټني لوی رئيس او ورسره مل پلاوي د هيواد ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ!

syllab_admin
Wed, Aug 07 2024 3:01 PM
.........

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو د مستوفیتونو او همدارنګه د ننګرهار او کونړ ولایتونو له ګمرکونو څخه په جلا توګه لیدنه وکړه.
پلاوي د خپل سفر په ترڅ کي د پلټونکو له لوري د پخوانیو پلټنو په لړ کي د ورکړل سويو اصلاحي سپارښتنو د پلي کولو څرنګوالی تعقیب کړ، چي له نېکه مرغه یادو ادارو ډېری سپارښتني پلي کړي وې. د کورنۍ پلټني لوی رئیس د ادارو له مسؤلینو وغوښتل، چي د پاتي سپارښتنو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او د پرمختګ راپور ئې د کورنۍ پلټني له لوی ریاست سره شریک کړي.
ورپسې د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د یادو ادارو د هر آمریت او مدیریت د چارو ارزونه وکړه او وروسته ئې د اړوندي ادارې د مسئول په شتون کي د آمرینو او مدیرانو سره نیمګړتیاوي شریکي کړې؛ تر څو ئې په اړه لازم اجراآت ترسره سي.  
په پای کي د کورنۍ پلټنې لوی رئیس د یادو ادارو د مسئولینو هغه ستونزي او غوښتني، چي باید په مرکز کي ورته رسېدنه وسي واورېدې او ژمنه ئې وکړه، چي د وزارت له مشرتابه سره به ئې ډېر ژر شریکي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS