د ماليې وزارت یوکلن ویاړلی پرمختگ
ملت د لوږي، فقر او غربت تر څنګ د خپلو او پردیو ظلم، وهشت او بربریت تر پوزي راوستی وو، د یوې وچي ډوډۍ د پیداکولو او نس ډکولو توان يې نه درلودۍ په هيواد کي يې د ارام ساه نه وسوه اخیستلای هره شېبه د بدمرغه جګړې او بمبارۍ له وېري او وحشت سره مخ وو او هره شېبه به د ځان د خوندیتوب په لټه کي وو. د الهي نصرت کرشمې وې، چي د ازادۍ او خپلواکۍ توغ د هیواد په غرو او درو کي ورپېدۍ، ملت د پردیو له تېرې، بربریت او ظلم څخه په امن سو، د بدمرغه الوتکو ږغونه ورک سول او ټول هیواد د افغانانو د یوه واحد حاکمیت تر واک لاندي راغلی بالاخره ئې د ازادۍ، خپلواکۍ او استقلال تنده ماته سوه. الحمدلله د (۱۴۰۰ل) کال د اسد په څلرویشتمه د افغانستان مظلوم؛ خو ویاړلي او سرلوړي ملت په خپل ګران هیواد کي د ارام سا واخیسته، خپلو هيلو او ارمانونو ته ورسېدل. د خپلواکۍ د څپې له مجسم کېدو سره د ټولو دولتي ادارو چاري بېرته له سره پیل سوې، سرپرسته کابینه وټاکل سوه، د هر وزارت لپاره تر ډيره مسلکي او باتجربه کسان د سرپرستانو په حیث خپلو کارونو ته ادامه ورکړه، چي په دې وزارتونو کي یو هم د ماليې وزارت وو. د مالیې وزارت مشرتابه او کاري ټيم ئې د ځینو نویو او تېر نظام د مامورینو پرمټ چاري روانې وساتلي؛ ترڅو مالیات او ګمرکي محصول پر نړیوالو سټنډرډونو برابر راټول کړي، د ټولو دولتي ادارو لګښتونه او تادیات اداره کړي، دولتي شرکتونه او تصدۍ مدیریت کړي، خپل مالي امكانات تنظيم کړي، د عوايدو او لګښتونو تناسب په پام کي ونيسي، له فساد سره چټکه مبارزه په یوه نوې بڼه پیل کړي او داسي ګامونه پورته كړي چي په هيواد کي نوي عایداتي سرچينې پیدا کړي، خپلي ټولي مالي چاري د نړیوالو اقتصادي اصولو او قوانينو پر بنسټ تنظيم كړي، عامه شتمني (بيت المال) په شفافه توګه او د یو واحد حساب له مخي د خلكو د اړتياوو د پوره كولو لپاره وکاروي، له نړیوالو بنسټونو او مؤسسو پرته له خپلو عوایدو په لږو امکاناتو د ۱۴۰۰ کال وروستیو درو میاشتو بودیجه څه له پاسه (۵۳) میلیارده افغانۍ او بیا د ۱۴۰۱کال لپاره یو کلنه بودیجه، چي څه له پاسه (۲۳۱) میلیارډه افغانۍ کېږي پر نړیوالو معیارونو ترتیب کړي، ګمرکي پړاوونه اسانه کړي، دولتي املاک په خپل واک کي واخلي، د غصب او د جایدادونو د حیف و میل مخنیوی وکړي، هغه دولتي شرکتونه فعاله کړي، چي فعالیت ئې په ټپه ولاړ وو، په کور دننه او نړیواله کچه خصوصي سکټور ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي، له معیاري پرمختللو الکترونیکي سیسټمونو ( اسیکوډا، افمیس او سکتاس) څخه په ګمرکونو، خزاینو او عوایدو کي د تېر په څېر په عادي ډول او بشپړه توګه ګټه واخلي.
د مالیې وزارت رهبري او کارکوونکي به د هیواد ابادۍ ته همداسي دوام ورکوي او د مالي ځان بسیایني لپاره به کار کوي.
د اسلامي امارت یو کال او د هیواد مالي خپلواکي دي ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.