صادراتي هیواد او مالي خپلواکي

په دې پوهېږو، چي اقتصادي، سیاسي او جغرافیایي وضعیت ته په کتو افغنستان یو وارداتي هیواد دئ او د صادراتو په برخه کي تر اوسه پوري خپلواکۍ ته نه دی رسېدلی. که څه هم دا هیواد د سترو زراعتی او کاني منابعو برخمن هیواد دئ، ولي د څو کلونو جګړو او د پردیو راوړو ناخوالو له کبله تل هڅه سوي، چي افغانستان په پردیو او ګاونډیو هیوادونو تکیه وکړي. همدا شان د کانونو د استخراج په برخه کي د نه امکاناتو او ماشینرۍ نه شتون او ترڅنګ یې ټیټ اقتصادي وضعیت، د امنیت نه شتون، پانګوالو لپاره د پانګوني زمینې نه برابرول او د کرني په برخه کي د څو کلني پر له پسې وچکالۍ او د تېرو نظامونو د نه پاملرني له کبله د کرني په برخه کي ګڼي ستونزي او بې کفایتي د دې هیواد د شاته پاتي کېدو او وارداتي هیواد بدلېدو سبب ګرځېدلي.
وچه او تازه مېوه د ګران افغانستان د کرني په برخه کي عظیمه او بې مثاله برخه ده، چي د کیفیت له مخي یې په ځلونو د نړۍ په کچه غوره مقام ترلاسه کړی او د افغانستان مېوې د نړیوالو د ځانګړي پاملرني وړ ګرځېدلي. که درته یاد وي د تېري اونۍ په اوږدو کي په هندوستان کي د وچو مېوو نړیوال نندارتون کي د افغانستان وچي مېوې د نړیوالو متخصصینو له څېړني او ارزوني وروسته د سرو زرو مډال وګاټه او دغه ویاړ یو ځل بیا د افغانستان په برخه سو. ولي له دې ټولو ناخوالو او ننګونو سره – سره اسلامي امارت د هیواد وچو او تازه مېوو ته په نړیواله او سیمه ایزه کچه د بازار پیدا کولو په تکل کي دئ او غواړي چي دا هیواد په یوه صادراتي هیواد بدل سي. په دې برخه کي یې موږ بېلګي له هندوستان او چین سره د هوایي دهلیزونو بیا پراخول دي، د سیمي او ګاونډیو هیوادونو سره د ريل پټلۍ کرښي غځول دي. له دې ټولو سره بیا د ا.ا.ا له واکمنېدو وروسته په لومړي ځل د منځنۍ اسیا له لاري اروپایي هیوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو لیږد پیل سو. په دې صادراتو کي د افغانستان د وچو مېوو بار کانټینرونه چي د شاوخوا ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه میوه او زعفران پکښي شامل وو، د کابل له ګمرک څخه د منځنۍ اسیا له لاري جرمني، هالنډ، بلژیم، اتریش او داسي نورو اروپایي هیوادونو ته صادر سول.
د اسلامي امارت هوډ او غښتلې اراده، د هیواد ځان بسیا کول او له پردیو د خپلي تکیې را کمول دي. د افغانستان صادراتي کېدل به دغه هیواد د اقتصادي سوکالۍ او مالي ځان بسیایني پر لوري، یو ګام نور هم وړاندي کړي، که موږ صادراتي خپلواکي ترلاسه کړو، بیا به مو د نورو له هر راز مرستو لاسونه را لنډ سي او په مالي برخه کي به یو خپلواک او ودان افغانستان ولرو.