راسئ کار په غور او دقت وکړو
د اسلام مقدس دین کار کولو ته خورا ارزښت ورکړی؛ تر دې چي کار کول ئې عبادت ګڼلی. دا په دې معنا چي کله یو كاسِب (کارکوونکی شخص) د حلال رزق د ګټلو لپاره له خپله کوره وزي تر څو خپل ځان او خپل اولاد ته حلاله رزق پیدا کړي؛ نو د دغه ډول انسان هره لحظه له هماغه وخت څخه، چي له کوره وزي تر څو پوري چي له خپلي وظیفې څخه بېر ته خپل کور ته راځي، دا ټول وخت به ورته په عبادت کي حسابیږي او بې شمېره ثوابونه به ورته ورکول کيږي؛ هغومره لوړ ثوابونه به ورته ورکول کېږي لکه څونده چي یو عابد انسان ته د هغه د عبادت او ریاضت په نتیجه کي ورکول کيږي.
کار کول په اصل کي د الله تعالی د بې ساري نعمتونو څخه یو ستر نعمت ګڼل کېږي. د همدې کار کولو په نتیجه کي د نړۍ ملتونو او تمدنونو پرمختګ کړی دئ او د بدبختیو، ټولنیز فقر او نورو ته د احتیاج څخه ژغورل سوي دي. په ځانګړې توګه په اوسنۍ پرمختللی او په ټکنالوژې سمباله نړۍ کي خو بې کاره خلک هيڅ ارزښت نه لري. نو ځکه خو ویلای سو چي مناسبه وظیفه او دنده د الله تعالی بې ساری نعمت دئ.
نو راسئ، چي د دې نعمت د شکر ایستلو په پار په خپلو کارونو کي له لټۍ او ټنبلۍ څخه تېر سو، خپلي رسمي دندې ته پر وخت ولاړ سو، کار په غور او دقت سره وکړو، پر خپلو همکارانو تکیه ونه کړو، له دې فکره تېر سو( چي په زوره او جبر دا وظیفه راباندي تحمیل سوېده). نن چي موږ ښه وظیفه او غوره مصروفیت لرو، د خپلو کارونو په ښه توګه تر سره کول زموږ د ټولو مسؤلیت دئ، د اسلام مقدس دین له موږ څخه غواړي چي خپل مسئولیتونه او دندې په ښه او غوره توګه تر سره کړو، په کار کي کسالت او غفلت ونه کړو او نه هم د غفلت او کسالت له کبله پر نورو کسانو تکیه وکړو.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.