د کندهار په محصولي ګمرک کي د (۵،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!

org_admin
Sat, Apr 26 2025 2:23 PM
............


د غویي ۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۵،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار محصولي ګمرک له پاره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.
تر دې وړاندي د کندهار محصولي ګمرک برېښنا له دولتي او د جنراټور له برېښنا څخه چمتو کېده، چي ورځنی لګښت ئې شاوخوا (۱۹۵۴۰) افغانۍ، میاشتنی (۵۰۸۰۴۰) افغانۍ او کلنی لګښت ئې څه باندي شپږ میلیونه افغانۍ کېده.
د لمریزي برېښنا د سیسټم له فعالېدو سره به په کلني ډول په میلیونونو افغانۍ و سپمېږي او ترڅنګ به ئې تخنیکي ستونزي هم راکمي سي.
د یادولو ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چاري ئې د یوه افغاني شرکت له لوري پلي سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS