د بغلان ولایت مالیه ورکوونکو ته د مالیاتو په برخه کي عامه پوهاوی ورکړل سو

syllab_admin
Sat, Jan 10 2026 3:11 PM
..........

د مرغومي ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري او د بغلان مستوفیت په همکارۍ مالیه ورکوونکو ته په مالیاتو کي د رامنځته سویو تخفیفونو او د دوی د ستونزو اورېدو په موخه د عامه پوهاوي پروګرام د ولایت مقام د غونډو په تالار کي جوړ سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د بغلان والي، مستوفي، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس، د عوایدو لوی ریاست استازو، لسګونو سوداګرو، صنعتکارانو، صرافانو، ډاکټرانو او صنفي مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کي د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چي هر نظام د بقا له پاره پیاوړي اقتصاد ته اړتیا لري. زموږ د هیواد اقتصادي برخه تر ډېره پر مالیاتو ولاړه ده. ښاغلي حقاني سوداګر د اسلامي نظام اقتصادي لښکر وبلل او له هغوی ئې وغوښتل؛ ترڅو د اسلامي نظام ملاتړ ته د تېر په څېر دوام ورکړي.
د بغلان مستوفي مولوي بشیر احمد نعماني یاد ولایت ته د عوایدو لوی ریاست د استازو د ورتلو هرکلی وکړ او د مالیه ورکوونکو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه ئې د ورته پروګرامونه د بیا بیا ترسره کېدو غوښتنه وکړه. 
وروسته بیا د مالیاتو د عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل د یوه پریزینټېشن په ترڅ کي د مالیې وزارت د کلیدي دندو او مسئولیتونو، د ملي بودیجې پر جوړښت، په افغانستان کي د مالیاتو ډولونو، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه‌ ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب سوې، نظریات او غوښتني ئې واوېدل سوې او د راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS