د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ
د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې لیدنه کي دواړو لورویو د امارتي جایدادونو پر اغېزمن مدیریت، ښې څارني، د عوایدو پر زیاتوالي، د شفافیت د تأمین او د پانګوني د فرصتونو د پراختیا په تړاو هر اړخیز بحثونه وکړل، چي وروسته بیا د املاکو مسئولینو د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په تړاو مفصل معلومات وړاندي کړل او د املاکو د ښه تنظیم، ثبت او ساتني په برخه کي ئې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د امارتي املاکو لوی رئیس د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي د جایدادونو قانوني ساتني، معیاري اجارې او شفافي داوطلبۍ پروسې ته باید ځانګړې پاملرنه وسي.
د امارتي املاکو لوی رئیس له یو شمېر امارتي جایدادونو څخه له نږدې لیدنه وکړه، اوسنی وضعیت ئې وارزاوه او مسئولینو ته ئې لارښووني وکړې؛ ترڅو له یادو جایدادونو څخه اعظمي او مؤثره ګټه پورته سي او ملي عواید نور هم لوړ سي.
