په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې
د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائبآباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې به په یادو ګمرکونو کې د بېلابېلو ډولونو(۳۷۰) امنیتي کېمرې نصب او فعالې شي، چې په فعالېدو سره به یې د ګمرکونو د امنیت لا ټینګښت ترڅنګ، د ګمرکي سرغړونو او احتمالي پېښو د مخنیوي، څارنې او کنټرول په برخو کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي میزاني (بودیجې) څخه ورکول کېږي او د پروژې د پلي کولو چارې د یوه افغان شرکت له لوري ترسره کېږي.
