د مالیې وزارت سرپرست د ټاپي ګاز نللیکې له اجرائیوي رئیس سره د دې پروژې د چارو پرمختګ په موخه ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۱۷ مه نېټه د ټاپي ګاز نللیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس ښاغلي محمد مراد امانوف، او د افغانستان لپاره د ترکمنستان له نوي سفیر ښاغلي هوجا اوویزوف، سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې هوکړه شویو مواردو په عملي کولو، د دې پروژې په تخنیکي مسایلو او د نوموړې پروژې د پلي کولو په بهیر هر اخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د یادونې وړده، چې د افغانستان له لارې هندوستان او پاکستان ته د ترکمنستان طبیعي ګازو لېږدولو طرحه په ټاپي نومول شوې ده. دغه نللیکه ۱۸۱۴ کیلو متره اوږده ده، چې ۸۱۶ کیلو متره یې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي.
