د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د ایټالیا سفارت له سرپرست سره په افغانستان کې د لومړیتوب لرونکو پراختیایې پروژو په اړه خبرې وکړې

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 24 2019 6:14 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمري میاشتې په ۲مه نېټه په افغانستان کې د ایټالیا سفارت له سرپرست ښاغلي البرتو پیټر انجیلي سره چې د ترانسپورت وزارت د ریل پټلۍ ادارې رئیس او د ایټالیا هیواد د پراختیایې همکاریو ادارې مسؤلینو هم ګډون درلود، وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د چشت – هرات ښار تر منځ د سړک او ریل پټلۍ جوړیدو پروژې د کار په پرمختګ چې د ایټالیا هیواد له لوري تمویلیږي، د هرات ښار او شینډنډ ولسوالۍ تر منځ د برښنا د لیږد په اړه د ایټالیا هیواد په علاقمندي او د هرات ولایت د هوایې ډګر په پراختیا بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.

خبر

پریکړه وشوه چې د هرات ولایت د هوایې ډګر د مناسب او ښې پراختیا لپاره دې اړوندې ادارې تخنیکي ناسته وکړي او د څو بیلابیلو ګزینو څخه یوه غوره کړي تر څو د هرات ولایت د هوایې ډګر د پراخیدو عملي چارې پیل شي.

په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان حکومت پراختیایې لومړیتوبونو سره سم د ایټالیا هیواد د همکاریو همغږي کولو څخه له یاد هیواد نه مننه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS