د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو صادرات بیا پیل سول
دا چي د تورخم ګمرک له لارې له دې وړاندې د میوو او ترکاریو د خرابېدو له امله د ډبرو سکرو صادرات ځنډول سوي وو؛ اوس یو ځل بیا سوداګرو ته د اسانتیاوو په موخه د تورخم له لارې د ډبرو سکرو صادرات پیل سول.
له دې وروسته به د تورخم ګمرک له لارې د شپې له ۱۰ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې د ډبرو سکاره صادریږي. که چیرته په یاده ټاکل سوې موده کي میوې یا هم ترکاري ګمرک ته راوړل سي، نو د صادرولو لومړیتوب به میوو او ترکاریو ته ورکول کیږي او چیرته د ورځې په لړ کي په یاد ګمرک کي میوې او ترکاري شتون ونه لري نو د ورځې په جریان کي هم د ډبرو سکرو صادرولو ته اجازه ورکول کیږي.