داوطلبۍ ته بلنه
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي (د مالیې وزارت د وسایطو لپاره د روغنیاتو، فلټرونو او ټایرونو د تدارک) چي تشخصیه نمبر ئې( MOF/1402/G-012-REBID ) دئ او د داخلي خلاصې داوطلبۍ او د چهارچوبي قرارداد په بڼه ترسره کېږي برخه واخلي؛ تاسو کولی سئ، چي شرطپاڼه د فلش یا میموري له لاري د شرطپاڼي له شرایطو او د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سم له لاندي آدرسونو څخه ترلاسه کړئ.
د آفرګشايۍ ټاکلې نېټه: د سنبلې ۷مه/ ۱۴۰۲ له غرمې وړاندي د سهار ۰۰:۱۰ بجې.
د آفر تضمین: چي ۱۳۰۰۰۰ (یو لک او دېرش زره) افغانۍ ئې یوازي بانکي تضمین دئ.
ځای: د مالیې وزارت، دوهم پوړ، د تدارکاتو ریاست – د تدارکاتو مشاوریت – پښتونستان واټ.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۵۸۴