د ابو نصر فراهي ګمرک له پاره د لیلیې جوړولو چاري (۹۰) سلنه بشپړي سوي دي!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۲،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د کارکوونکو له پاره د لیلیې جوړولو پروژه پیل کړې، چي تر دې مهاله ئې رغنیزي چاري (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي.
یاده لیلیه په بشپړ معیاري ډول جوړېږي؛ (۲۱) خوني، عصري حمامونه، تشنابونه او نور اړین تجهیزات لري، چي په جوړېدو سره به ئې د یاد ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او پاتي چاري به ئې هم ډېر ژر بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.