د امریکا د خزانه دارۍ (مالیې) وزارت د ۲۰ګڼي عمومي جواز په تړاو د افغانستان د مالیې وزارت اعلامیه!

د امریکا متحده ایالتونو د خزانې(مالیې) وزارت سره د افغانستان د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان مرکزي بانک رهبرۍ د پرله پسې او دوامداره هڅو په پایله کي د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د پراختیایي، سوداګریزو او بانکدارۍ د فعالیتونو اسانولو لپاره د ۲۰مي ګڼي عمومي جواز صادر کړ، چي لاندني موارد پکښي شامل دي:
- له ټولو دولتي ادارو سره تعامل او همکاري؛
- د مؤسسو، نړیوالو پراختیایي سازمانونو او همکارو هیوادونو لپاره (له بودیجې بهر) د پراختیایي پروژو د فعالیتونو جواز، چي په ځمکني او هوایي سکټور کي د لېږد را لېږد، د زېربناوو پراختیا او لویو لارو حفظ او مراقبت، اوبو رسوني، برېښنا او انرژۍ او نور ګڼ عامه فعالیتونه پکښي شامل دي.
- حکومتي ادارو ته د مالیو، ګمرکي محصول، خدمتونو فیس او د جوازونو فیس ورکړه او نور چي پر تمویلوونکو د فعالیتونو او بهرنیو او کورنیو پانګونو مخنیوی رفع کوي.
- له ټولو هیوادونو څخه افغانستان ته بانکي لېږد او د دې بر عکس؛
- سوداګریزي معاملې، چي افغانستان ته واردات او بهر ته صادرات پکښي شامل دي؛
- په افغانستان کي د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه مالي او تخنیکي خدمتونه؛
- د پوسټ فعالیتونو، پارسل او الکټرونیکي مکالمو خدمتونو جواز؛
د افغانستان اسلامي امارت د امریکا متحده ایالتونو د خزانه دارۍ (مالیې) وزارت له دې اقدام څخه چي د یوه مثبت بدلون څرګندویي کوي مننه کوي او هیله مند دئ، چي د امریکا متحده ایالتونه د لا ډېرو اسانتیاوو، شته بندیزونو د له منځه وړلو او د افغانستان مرکزي بانک د کنګل سویو پیسو د آزادولو په برخه کي هم ورته اقدام وکړي.