د مالیې وزارت مسؤلینو د یوناما له استازو سره وکتل

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۷:۲۲
خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د همغږۍ، څارني او راپور ورکولو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مطیع الله "مجددي"، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوي (یوناما) د قانون د حاکمیت برخي له رئیس محترم سامویل «اپوکو اګیکوا» (Samuel Opoku-Agyakwa) سره د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د څارني، ارزوني او راپور ورکولو رئیس محترم محمد موسی "کاموي" او د دغه معینیت د یو شمېر آمرینو په حضور کي وکتل.
په دې کتنه کي ګډونوالو له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د طرحي او په ځانګړي ډول د مالیې وزارت د بنچمارکونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
محترم «سامویل» د اداري فساد سره د مبارزې او د عوایدو د زیاتوالي په برخه کي د افغانستان د اسلامي امارت لاسته راوړني وستایلې او د فساد سره د مبارزې د استراتېژۍ د طرحي په برخه کي د نړیوالو معیارونو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون سره سم، د مالیې وزارت وستایه.
همدارنګه محترم "مجددي" د اداري فساد د مخنیوي، معیاری کولو، خصوصي سکټور د خدمتونو وړاندي کولو، د مالیاتي او ګمرکي عوایدو راټولولو او زیاتولو، د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم د قوانینو د تعدیل او د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د شکایتونو اورېدو د یوه ځانګړي دفتر پرانیستلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

خبر

په پای کي د مالیې وزارت او د یوناما د دفتر ترمنځ د اداري فساد پر وړاندي د مبارزې په برخه کي د معلوماتو او لاسته راوړنو د شریکولو په موخه د اړیکو پر دوام هوکړه وسوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د شمال او شمال ختیځ زون د یو شمېر ولایتونو د مستوفیانو او ګمرکي رئیسانو ترمنځ ناسته وسوه

۱۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش

 د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس مولوي سفرمحمد سحر، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداءمحمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وسوه

د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان والي او. . .

BACK TO NEWS