د کابل ولایت په لومړۍ ناحیه کي د (۱) باب دوکان د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي، چي د کابل ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند، پل باغ عمومي سره د (۹۲) شمېرې دوکان چي (۱۱،۵) متره مربع مساحت لري د دواطلبۍ له لاري اعلان ته وسپاري.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چي غواړي نوموړی ملکیت په کرایه ونیسي؛ کولای سي خپل غوښتنلیکونه د اعلان تر خپراوي وروسته د (۱۴) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه لومړني قیمت ته په کتو تر لاسه کولای سي.