کابل ولایت اړوند (۸) مه ناحیه کي د (۲۲) شمېرې مغازې د مزایدې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي، چي د کابل ولایت اړوند (۸) مه ناحیه کي د رحمن مېني دوهم سړک سره یو باب (۲۲) شمېره دولتي مغازه، چي (۱۶۹۷) متره مربع مساحت لري او میاشتنۍ کرایه ئې (۴۲۰۰۰) افغانۍده، د مزایدې لپاره اعلان ته وسپاري.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چي غواړي پورته یاد سوی ملکیت د ذکر سوي قیمت څخه په لوړه بیه ونیسي کولای سي، خپل غوښتنلیکونه د اعلان د نشر څخه وروسته د (۷) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو د ارزوني او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.