د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د ننګرهار او تورخم ګمرکونو د چارو تر ارزوني وروسته، د یاد ولایت له والي حاجي ملا محمد نعيم اخوند او یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل.
په دې لیدنو کي دواړو لوریو سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه د دوه اړخیزي همکارۍ او همغږۍ پر لا زیاتېدو خبري وکړې.
همدارنګه ښاغلي احمد د ننګرهار له سوداګرو سره په لیدنه کي د هغوی ستونزي واورېدې او ډاډ ئې ورکړ، چي سته امکاناتو او اصولو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. همداراز نوموړي، مسؤلینو ته د چارو د لا ښه والي سپارښتني هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست پلاوی د ګمرکونو د ارزوني په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او ترڅنګ ئې د سوداګرو او مسئولینو ستونزي له نیږدې اورېدلي دي.