د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي پنځمه ناسته وسوه!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۸
.............

د لړم ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د مالي چارو، ګمرکونو او عوایدو، اداري او پالیسۍ د معینانو او د اړوندو رئیسانو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي پنځمه ناسته د دغه وزارت په مقام کي وسوه.
په دغه ناسته کي د مالیې وزارت د ستراتیژيک پلان پر جوړولو، د وظیفوي تداخل له منځه وړلو او د دندو لایحو اصلاح کولو، په ولایتي ګمرکونو کي د کارکوونکو او شرکتونو د استازو له پاره د پېژندني کارټ جوړولو، د ګمرکونو له پاره د واحد اداري کمپلېکس د ماسټر پلان ارزښت او د هغو تېلو او ګازو پلورونکو له پاره د مالیې د عادلانه نورم پر جوړولو، چي یوازي د بولۍ له لاري تېل او ګاز پلوري او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناستي د یاد وزارت د اړوندو څانګو تر منځ د غوره همغږۍ، ستونزو د حل، چارو ته د ښې رسېدني او لا پرمختګ په موخه ترسره کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي (۱۵۲) ټنه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د لړم ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي (۱۵۱.۷) ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۵۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د امام ابو حنیفه (رح) په څلورم ملي او نړۍ وال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د افغانستان د ملي او نړۍ‌وال نندارتون په تالار کي (د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړۍ وال نندارتون) تر سرلیک لاندي د خصوصي سکټور د هڅوني او ملي تولیداتو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۸
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي پنځمه ناسته وسوه!

د لړم ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د مالي چارو، ګمرکونو او عوایدو، اداري او پالیسۍ د معینانو او د اړوندو رئیسانو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د رهبرۍ. . .

BACK TO NEWS