د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وسوه
د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان والي او پراختیا په موخه د همغږۍ نهمه ناسته وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین له مسئولینو څخه وغوښتل، چي د تل په څېر خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو ته پوره پاملرنه وکړي او مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو ښه زمینه برابره او په پوره ایماندارۍ سره خپلي دندي ترسره کړي.
ورپسې د همغږۍ د اتمي ناستي پر مهال ټاکل سویو کمېټو ته د سپارل سویو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورېدل سول. د عوایدو او ګمرکونو د ساتني قطعې د ولایتي قومندانیو له پاره د ودانیو او ټاورونو جوړولو، د شریعت مطابق د معینیت د کارکوونکو د صورت او سیرت برابرولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستي هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
