د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو
د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ګمرکونو قانون، د بېلابېلو بستونو د دندو لایحه، د وارداتي توکو د طی مراحلو پروسه، مالیاتي کوډونه او نور اړین موضوعات تشرېح کېږي، چي د کارکونکو کاري وړتیاوي به لوړي او په اړوند چارو کي به لا ډېر ښه والی او پرمختګ رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به (۱۵) ورځي دوام وکړي او (۳۵) تنو کارکوونکو ته به پکښې په عملي او نظري ډول زده کړي ورکړل سي.
