خزاینو عمومي ریاست پلاوي غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو ته سفر وکړ

د خزاینو لوی ریاست یوه تخنیکي ۱۲ کسیز پلاوي، چي مشري ئې د افغانستان مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده کوله، د غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو د مستوفیتونو د مالي آمریتونو او د ادارو د مالي مسؤلینو د چارو څخه له نږدې کتني او ارزوني، د کارکوونکو د روزني، د بې ځایه لګښتونو د کنټرول او بیروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي اداراتو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري کړنو کي د روڼتیا او لا ښه والي رامنځته کولو، د اوږدو پروسو لنډولو، دقیق او پر خپل وخت د حساب ورکولو، د نوي نقدي او جنسي محاسبې د تعلیماتنامې اړوند نظریاتو راټولولو او داسي نورو اړینو مواردو په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د یادو ولایتونو له مستوفیانو، د مستوفیتونو د مالي آمریتونو له کارکوونکو او یو شمېر نورو ادارو له مالي مسؤلیونو سره وکتل او دوی ته ئې د سفر د موخو اړوند تفصيلي معلومات وړاندي کړل. همدا راز د مستوفیتونو د مالي آمرینو لخوا د مستوفیتونو د مالي چارو په تړاو د ټولو اوسنیو پروسو اړوند پرزينټېشن وړاندي کړل سو، چي د تخنیکي همکارانو له لوري ئې ستونزي او نیمګړتیاوي په ګوته سوې.
پلاوي د مستوفیتونو هره څانګه له نږدې ولیدله او مسؤلينو ته ئې لارښوونه وکړه او هغه ستونزي او نیمګړتیاوي، چي مالي آمریتونه ورسره مخ ول له نږدې ور سره حل کړې او ستر خنډونه ئې له ځان سره یاداښت کړل، چي د سفر له پای ته رسېدو وروسته ئې له مقام سره شریک کړي.
وروسته بیا د یادو ولایتونو د واليانو په مشرۍ د ټولو اړونده ولایتي ادارو رئیسانو او خپلواکو ادارو د مالي آمرینو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، په لګښتونو کي د سپما، د مالي چارو د پروسو د ښه کولو، د بې ځایه او غیر اړینو لګښتونو د مخنیوي، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د احکامو او فرامینو او د مالي چارو او عامه لګښتونو د اداره کولو قانون او د مالیې وزارت د لارښوونیز متحدالمالونو د پلي کولو په موخه ګډي ناستي هم ترسره سوې.
ورپسې بیا د محترم ستار الدین معتصم لخوا د سفر د موخو، د بیت المال د ساتني، بیت المال څخه په روڼ ډول د لګښت څرنګوالی او په شفاف او دقیق ډول د عوایدو راټولولو په موخه د ولایتي ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او ښه والي اړوند په تفصیلي توګه بحثونه ترسره او په ټوله کي د مالي نظام د پیاوړي کولو، رهبرۍ د قوانینو او مقررو ښه پلي کولو، مالي لګښتونو کنټرولولو او پلي کولو په تړاو خبري وسوې.

د ولایتي ادارو د رئیسانو سره تر مجلس وروسته د یادو ادارو د مالي او اداري څانګو د آمرینو سره د پورته موخو د پلي کولو او په مالي پروسو کي د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه هم خبري وسوې او حل لاري ورته په ګوته سوې.