پکتیا په ګمرک کي څه باندي دېرش کارټنه قاچاقي درمل نیول سوي
د پکتیا ګمرک د تشریح برخي مسؤلینو د یوې پلټني پرمهال، یودېرش کارټنه طبي درمل، چي هیواد ته ئې په غیر قانوني ډول را واردول کشف او نیولي دي.
درمل د اړوندو مسؤلینو له لوري ضبط او په پېښه کي تورن کسان مربوطه تحقیقاتي ادارو ته سپارل سوي دي. د هیواد په ګمرکونو کي ډېری وختونه د قاچاقي او غیر قانوني توکو د صادراتو او وارداتو څخه مخنیوی کېږي، چي دا د ګمرکي مسؤلینو د صادقانه هڅو ښکارندویي کوي.
