تېره اوونۍ په کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کي بېلابېل قاچاقي توکي نیول سوي دي!

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۵:۵
.............

 

تېره اوونۍ د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د یو شمېر وارداتي او صادراتي توکو له قاچاق څخه مخنیوی کړی.
په دې نیول سوو توکو کي (۱۱۵۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۴۰۰۰) کیلو ګرامه دال، (۲۲۰۰) کیلو ګرامه یوناني درمل، (۱۲۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۱۷۰) کیلو ګرامه طبي درمل، (۳۵) ټنه مالټې، (۱۲،۲) ټنه شیرني باب، (۲۶۰) کارټنه اچار او (۱۰) عرادې موټرسایکلونه شامل دي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي.
همدا شان یادو کارکوونکو په هلمند ولایت کي د (۶۵۵۰۰) کیلو ګرامه زړې اوسپني د صادرولو مخه هم نیولې، چي غوښتل ئې پاکستان هیواد ته ئې په قاچاقي ډول ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۱۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست د بامیانو ولایت د مستوفیت کارکوونکو ته د سیسټم په برخه کي ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ!

 

د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست د تحلیل او تطبیق آمریت تخنیکي همکارانو د بامیانو ولایت مستوفیت کارکوونکو ته د دوی د ظرفیت لوړوني په موخه  د(SIGTAS_RMIS_TAIS) سیسټمونو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د مالیې وزارت د عامه پانګوني د مدیریت ریاست د بودیجوي واحدونو (۶۶) پراختیايي پروژې تائید کړې!

 

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني لوی ریاست د عامه پانګوني د مدیریت ریاست له ملي لومړیتوب سره سم د اسلامي امارت اهدافو ته د رسېدو په موخه د غوره پروژو د ټاکلو، د مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د مرکز او ولایتونو د دولتي پوهنتونونو مسؤلینو ته په تدارکاتي او مالي برخو کي روزنیز سیمینار وړاندي سو!

 

د مالیې وزارت د خزاینو لوي ریاست اړوند د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده او ددې ریاست تخنیکي ټیم، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ټولو امارتي پوهنتونو مسؤلینو ته د مالي چارو په تړاو. . .

BACK TO NEWS