د افغانستان او د امریکا متحده ایالتونو حکومتونو له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د غیر نظامي مرستو ګډه بررسي پیل کړه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۶:۴۱
US

د افغانستان او د امریکا متحده ایالتونو حکومتونو نن د غویې میاشتې په ۲۴ مه نېټه له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د مرستو ګډه بررسي پیل کړه. یاده بررسي چې د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي محمد همایون قیومي او د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې اغلی آلیس ولز له لوري پیل شوه.

د غیرنظامي مرستو ګډه بررسۍ، د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په وړاندیز او د امریکا متحده ایالتونو په تائید تر سره کیږي چې د ستراتیژیکو همکاریو، د افغانستان حکومت د پراختیایې لومړیتوبونو سره همغږۍ، لاسته راوړنې او ستونزو پیژندلو په برخه کې تمرکز لري.

امریکا

د دې بررسي له مخې د روڼتیا، ځواب وینې او په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د غیر نظامي مرستو لومړیتوب ټاکلو، د افغانستان د بنسټونو او د خلکو هوساینې له ودې څخه ملاتړ کوي او دواړه اړخونه هوکړه کوي چې د امریکا غیر نظامي مرستې باید د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د ځان بسیاینې د پیاوړتیا لپاره دوام پیدا کړي.

د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان حکومت سره په همغږۍ، د روغتیا، پوهنې،  اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنا سکټورونو همداشان د بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې غیر نظامي مرستې برابروي.

په افغانستان کې د امریکا پانګونه د افغانستان اقتصادي رفاه څخه د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې تر سره کیږي.

امریکا

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونه او افغانستان د افغانستان ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د نږدې همکاریو د دوام غوښتونکي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

BACK TO NEWS