د بودیجې او معلوماتي سیسټمونو په اړه روزنیز پروګرامونه دایر سول

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۶ - ۱۵:۰
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست کارکوونکو ته د مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه د بودیجې او مالیې وزارت اړوند د معلوماتي سیسټمونو په اړه روزنیز پروګرامونه په لاره واچول سول

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د مشرتابه په نوښت، هڅو او زیار او د دوامداره ظرفیت لوړوني (Continuing Education) اصل ته د ژمنتیا په موخه او همدارنګه دا چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست زيات کارکوونکي اوسمهال په مرکز کي شتون لري، نو له دغه فرصت څخه په ګټه اخستني د دوی لپاره د مالیې وزارت اړوند سترو معلوماتي سیسټمونو AFMIS، ASYCUDA، SIGTAS او د بودیجې په اړه روزنیز پروګرامونه دایر سول.

د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد له دې روزنیزو پروګرامونو څخه د څارني په موخه لیدنه وکړه او ګډونوالو ته یې په خپلو خبرو کي د روزنیزو پروګرامونو د ارزښت او ګټو په اړه خبري وکړې. او زياته يې کړه چي د دا ډول پروګرامونو تر څنګ په  اداراتو کي د بیلا بیلو برخو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ګټور روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS