د تورخم په ګمرک کي زیات شمېر قاچاقي ګرځنده ټلیفونونه نیول سوي!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۰:۲
.............


د تورخم ګمرک د ټرانزیټ د تشرېح څانګي کارکوونکو په یوې سوداګریزي محموله کي (۱۲۸) عدده بېلابېل ډوله ځیرک ګرځنده ټلیفونونه، چي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول او قاچاق کوونکو غوښتل، چي په پټه ئې افغانستان ته راوړي کشف او ونیول.
یاد نیول سوي ټلیفونونه او تورن کس د نورو اجراآتو په موخه د ننګرهار ګمرک ته سپارل سوي.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د ممنوعه او قاچاقي توکو جدي څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي هر ډول توکي په غیر قانوني توګه ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS