د خصوصي سکټور ملاتړ او د هیواد پر اقتصاد ئې اغېزې
عتیق الله میاخېل
د خصوصي سکټور اصطلاح هر چا ته هغه خوځنده اقتصادي طبقه ور پېژني، چي فعالیتونه ئې د دولت له دایرې څخه وتلي وي او په خاصو خلکو یا عوامو، سوداګرو او پانګوالو پوري اړه لري؛ خو د موجوده نظامونو له شرایطو او پالیسیو سره سم مخ پر وړاندي ځي. خصوصي سکټور په هیوادونو کي د اقتصادي تحرک او له دولتونو سره د اوږه په اوږه کار کولو او د پرمختګ نا تمامه انرژي بلل کېږي. د خصوصي سکټور ملاتړ کول د هیواد په اقتصاد باندي د پام وړ اغېزي لرلی سي، چي مونږ غواړو په دغه مقاله کي ئې په لنډو ټکو کي را ونغاړو.
• اقتصادي وده: د خصوصي سکټور ملاتړ د هیواد له اقتصادي ودي او پرمختګ سره مرسته کولای سي، کله چي د خصوصي سکټور څخه ملاتړ او تشویق وسي، خصوصي شرکتونه رامنځته کېږي او په فعالیت باندي پیل کوي، چي له دې سره زیات کاري فرصتونه او د خلکو په عایداتو کي زیاتوالی راځي. د عوایدو زیاتوالی په کورنیو بازارونو کي د تقاضا او لګښت د زیاتوالي لامل کېږي او په پایله کي اقتصادي ودي ته خوځښت ورکوي.
• د پانګوني جذب: د خصوصي سکټور څخه ملاتړ د کورنۍ او بهرنۍ پانګوني په جلبولو کي مرسته کوي، دولت باید د پانګوني د جذب لپاره پانګوالو ته مناسب چاپېریال، د پانګوني په شرایطو کي اسانتیاوي او په مالیاتي برخو کي معافیتونه رامنځته کړي، چي د پانګوني په جذب سره په هيواد کي د صنعت د پراختیا، کارموندني، د صادراتو او کورني تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي.
• نوښت او ټکنالوژي: خصوصي سکټور معمولاً په نوښتونو او د ټکنالوژۍ په پرمختګ باندي تمرکز کوي، چي نوښتونه او ټکنالوژۍ د خصوصي سکټور په برخه کي د نوو څېړنو، د تولیداتو د پراختیا، د لګښتونو په کنټرول او سپما او د خصوصي سکټور په صنعتي فعالیتونو کي ښه والی رامنځته کوي او همدارنګه د شرکتونو او صنعتي فابریکو په تولیداتو کي د زیاتوالي سبب ګرځي، چي په اقتصادي وضعیت باندي مثبته اغېزه کولای سي.
• کاري فرصتونه برابرول: خصوصي سکټور په هيواد کي د کاري فرصتونو د رامنځته کولو اصلي سرچینه ګڼل کېږي، دولت باید د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي؛ ترڅو یاد سکټور ځانته د ودي او پراختیا زمینه برابره کړي. کله چي په خصوصي سکټور کي پراختیا رامنځته سي؛ نو په هیواد کي بېکاري له منځه ځي، د دولت عاید ور سره زیاتېږي، پر امنیت باندي مثبته اغېزه کوي او د پانګوالو د هڅوني لامل ګرځي.
• په تولیداتو کي سالم رقابت: د خصوصي سکټور څخه ملاتړ کولای سي، چي په بازارونو کي د تولیداتو ترمنځ سالم رقابت پیاوړی کړي او د خصوصي سکټور ملاتړ دې ته زمینه برابروي، چي تولیدي شرکتونه د سالم رقابت لپاره د خپلو تولیداتو په کیفیت او قیمت باندي زیات تمرکز وکړي؛ ترڅو د هيواد په بازارونو کي د توکو کیفیت کنټرول او د قیمتونه د لوړوالي مخنیوی وکړي.
• د صادراتو زیاتوالی: د خصوصي سکټور ملاتړ کولای سي د هیواد د صادراتو په زیاتولو کي مرسته وکړي. خصوصي شرکتونه او فابریکې معمولاً کوښښ کوي، چي په نړیوالو بازارونو کي خپلو تولیداتو ته د ځای پیدا کولو لپاره سالم رقابت وکړي؛ ترڅو وکولای سي په نړیوالو مارکېټونو کي د خپلو تولیداتو لپاره ځای پیدا کړي او دوی وکولای سي خپل محصولات له هيواد څخه بهر صادر کړي؛ نو دولت باید خصوصي سکټور ته په صادراتي برخو کي لازمي اسانتیاوي او ګمرکي معافیتونه ورکړي، چي یاد سکټور وکولای سي په نړیوالو مارکېټونو کي سالم رقابت وکړي.
د صادراتو په زیاتوالي سره د کورنیو اسعارو د بیو په کنټرول سر بېره د هيواد په ناخالصو تولیداتو (GDP) باندي مثبته اغېزه اچوي.
• د خصوصي سکټور ملاتړ د اقتصادي تنوع لامل کېدای سي، کله چي دولت له خصوصي سکټور څخه ملاتړ وکړي او بېلابېلو خصوصي شرکتونو ته د پانګوني زمینه برابره سي؛ نو هيواد له اقتصادي انحصاره باسي او اقتصادي تنوع کولای سي، چي د هيواد د اقتصادي خطر اندازه کمه کړي او د هيواد په اقتصاد باندي مثبته اغېزه وکړي.
په پایله کي باید وویل سي، چي د خصوصي سکټور ملاتړ کولای سي د اقتصادي ودي، کارموندني، نوښتونو رامنځته کولو، د پانګي جذبولو او د هيواد اقتصادي تنوع په رامنځته کولو کي مرسته وکړي، چي د دې ګټو تر لاسه کولو لپاره دولتونه باید مناسبي پالیسۍ، د پانګوني لپاره هر اړخیز قوانین، د فساد مخنیوی، ډاډمن امینت، سالم رقابت او همدارنګه، د خصوصي سکټور د ملاتړ د مثبتو اغېزو د اعظمي کولو لپاره د دولت او خصوصي سکټور د رول تر منځ مناسب انډول رامنځته سي او په پراخه کچه پورتنیو مواردو ته زمینه برابره سي، چي د دغو مواردو په رامنځته کولو سره به موږ یو پرمختللی اقتصادي هیواد ولرو.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .