د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د عامه پوهاوي سیمینار جوړ سو!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو د ډولونو، نورمونو او په مالیاتي پروسه کي د خصوصي سکټور د ستونزو په تړاو د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو لپاره د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکادمۍ کي جوړ کړ.
دغه سیمینار د اداراتو او مالیه ورکوونکو ترمنځ د افهام او تفهیم په موخه جوړ سوی وو؛ ترڅو دوی خپل مکلفیتونه درک، د شفافیت په رامنځته کولو او له عوایدي تېښتي څخه د مخنیوي په برخه کي له مالیاتي ادارو سره همکاري وکړي.
په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د مالیاتو، د مالیاتو د ډولونو، د مالیاتو د پروسې، طرزالعملونو، د مالیاتي نورمونو، لوایحو، اظهارنامو او د دغه ریاست د موخو په تړاو معلومات وړاندي او پوښتني ئې هم ځواب سوې.