د روان مالي کال د تعرفې کمېټې دریمه ناسته جوړه سوه

د ( ۱۴۰۲) مالي کال د تعرفې کمېټې دریمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو د معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یادي کمېټې د غړو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د حیرتان په ګمرک کي د رحیم ګردیزي شرکت د شته ستونزو په حل او د بزګرانو په غوښتنه موسمي تعرفې ته د (املوکو) مېوې په شاملولو هر اړخیز بحث وسو او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
