د روزګان مستوفیت ۲۳ تنو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

د چنګاښ ۲۲مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د روزګان مستوفیت (۲۳) تنو کارکوونکو ته جوړ سوی پروګرام پای ته ورسېد.
د دغه پروګرام په لړ کي ګډونوالو ته د مجربو ښوونکو له لوری مالیاتي قوانین، طرزالعملونه، لارښووني او سيکټاس سیسټم په هر اړخیزه بڼه تدریس او تشرېح کړل سو.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام (۲۳)ورځي وغځېده او په ترسراوي سره ئې د یادو کارکوونکو وړتیاوي لوړي او کاري پروسو کي به د پام وړ روڼتيا او پرمختګونه رامنځته سي.