د سارک غړو هیوادونو د مالیي وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه نن په آنلاین ډول ترسره شوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۳۰
خبر

د سارک سازمان د غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه د آسیا د پراختیایي بانک د ۵۴ مې کلنۍ غونډې په حاشیه کې په آنلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د سارک سازمان د اتو غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو، د مالیې وزارتونو استازو او پلاوو ګډون وکړ، چې مشري یې د نیپال هیواد د مالیي وزیر ښاغلي بیشنو پراساد پاوډل پر غاړه درلوده. د مالیې وزیرانو د ۱۶مې غیررسمي غونډې اجنډا (د هراړخیزې او پياوړې ودې په لور د کوویډ ۱۹ وبا څّخه اقتصادي بیارغېدنه)) ټاکل شوې وه چې د غړو هیوادونو استازو او پلاوو یې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د آسیا پراختیایي بانک د عملیاتي برخې مرستیال د بانک په استازیتوب غونډې ته وینا وکړه او د کوویډ ۱۹ سره د مبارزې په موخه یې د سارک سازمان د غړو هیوادونو سره د بانک د مالي مرستو یادونه وکړه. هغه زیاته کړه چې بانک به په سختو شېبو کې د سویلي آسیا د هیوادونو او خلکو سره مرسته کوي. په دې غونډه کې د سارک سازمان سکرټر جنرال ښاغلي ایسالا رووان ویراکون هم وینا وکړه او د کوویډ-۱۹ وبا سره د مقابلې په برخه کې یې د سارک سازمان په استازیتوب د آسیا پراختیایي بانک د مرستو څّخه مننه وکړه.

خبر

په دې غونډه کې د سارک سازمان د مالیې وزیرانو او پلاوو په وار سره خبرې وکړې او د خپلو هیوادونو په استازیتوب یې د کوویډ- ۱۹ سره د مبارزې په برخه د خپلو حکومتونو په پلانونو او هلو ځلو رڼا واچوله. په غونډه کې د افغانستان د مالیې وزارت په استازیتوب مالي مرستیال حبیب ځدراڼ لنډه وینا وکړه او په افغان اقتصاد باندې یې د کوویډ- ۱۹ د ناوړه اغېزو یادونه وکړه. ښاغلي ځدراڼ هیله وښووده چې په روان کال کې به د افغانستان اقتصادي وده د تېر کال په پرتله لوړه شي. ښاغلي ځدراڼ همدارنګه د سارک د پراختیایی صندوق څخه د کوویډ۱۹ سره د مقابلې لپاره د وړیا مرستې یادونه هم وکړه.

غونډه د هراړخیزه بحثونو څخه وروسته د غونډې د مشر او د نیپال هیواد د مالیې وزیر په خبرو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د سارک د پراختیایي صندوق د بورد ۳۴مه غونډه په آنلاین ډول جوړه شوه

د سارک د پراختیایي صندوق د بورد او اړونده فرعي کمیټو غونډې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې د ۷مې څخه تر ۱۰مې نیټې

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۸:۴
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس هنري کرالي (Henry Kerali) او مرستیالې سره ولیدل

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۸:۱۲
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس ذبیح الله زیارمل سره د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې. . .

BACK TO NEWS