د سویلي زون مستوفیتونو د عوایدو څانګي ۴۰ تنو کارکوونکو ته آنلاین روزنیز پروګرام جوړ سو!

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۳:۴۵
عکس

د بشري سرچینو ریاست د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په همکارۍ د سویلي زون (زابل، کندهار، هلمند او روزګان) مستوفیتونو د عوایدو څانګي (۴۰) تنو کارکوونکو ته پر عایداتو د مالیاتو قانون او د عوایدو د طرزالعملونو په اړه انلاین روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دغه ناسته کي، چي د عوايدو لوی رياست د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د عوايدو لوی رياست حمایوي مرستيال حافظ شاه حسين حسيني، د بشري سرچينو رئيس مولوي احمدشاه شاکر او د یادو مستوفیتونو د عوایدو د څانګي کارکوونکو ګډون کړی وو.
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وويل، چي موږ تر خپلي وسي هڅه کوو، چي د پیسو په لګښت او امکاناتو په برابرولو سره حضوري او غیر حضوري (انلاین) پروګرامونو په جوړولو سره ستاسي ظرفیت لوړ کړو، له تاسي څخه هم غوښتنه کوو، چي له دې پروګرام څخه په ګټه اخیستني خپل ظرفیت او مسلکي پوهي ته پراختیا ورکړئ او د اشغال کړي بست شرعي او قانوني مسئولیت ادا او در سپارل سوي دندي په احسن ډول ترسره کړئ.
د عوايدو لوی رياست حمایوي مرستيال حافظ شاه حسين حسيني هم په خپلو خبرو کي وویل، چي اوس مهال تاسو مجاهدينو ته د خدمت زمينه او فرصت برابر سوی دئ، هڅه وکړئ چي له دې پروګرام څخه په استفادې کار زده کړئ او د دندي پرمخ وړلو له پاره د مسلکي وړتیاوو زده ‌کړه ستاسو له پاره فرض ده او همدارنګه د دې پروګرام څخه په ګټه اخیستني د مالیاتو او عایداتو طرزالعملونه او قوانین زده کړئ او دې نظام او هیواد ته لا ډېر خدمت وکړئ.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به (۶) ورځي دوام وکړي، چي په هغې کي به ګډونوالو ته پر عایداتو د مالیاتو قانون او اړوند طرزالعملونه، سیګتاس سیسټم او نور اړوند اړین موضوعات د عوایدو لوی ریاست د کارپوهانو له لوري تشرېح کړل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS