د شفافي او غوره حکومتولۍ پر لور بل ګام

زموږ هیواد ورځ تربلي د شفافي او غوره حکومتولۍ پر لور ګامونه پورته کوي. غوره حکومتولۍ ته لاره هواروي او د استعدادونو په لټه کي دئ. دا د شفافیت موضوع ځکه په وار - وار تکرار وو، چي په دې برخه کي هلي ځلي رواني دي او د مالیې وزارت رهبري له پوره توانه کار اخلي. بېلګه به یې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست څو ورځي وړاندي د کابل په شمول په ۳۴ ولایتونو کي د (۱۰۵۸) اعلان سوو بستونو له نوماندانو د کانکور ازموینه اخیستل وبولو او بیا د کابل په شمول په ۳۴ ولایتونو کي په بېلابېلو وختونو کي د انټرویو یا تقریري ازمویني اخیستنه ده.
د مالیې وزارت څو میاشتي وړاندي د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کي د اصنافو د تثبیت کارکوونکي (۱۰۵۸) قراردادي بستونه د ازادي سیالۍ ازمویني اخیستو په موخه اعلان ته سپارلي وو، چي ۳۶۰۰۰ تنه نوماندانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړي وه، چي له دې ډلي څخه ۱۸۰۰۰ تنه شارټ لیسټ، ۹۰۰۰ کسان پر شرایطو برابر او له چاڼ وروسته ۷۸۰۰ کسان د ځانګړي لینک له لاري پر شرایطو برابر وبلل سول او ازموینه هم ترې واخیستل سوه.
همدا شان له ذکر سوي شمېر څخه (۲۵۲۷) تنه د ازمویني له اخیستو وروسته بریالي وپېژندل سول، چي (۱۰۵۸) تنه به په همدغو تشو بستونو کي ځای پرځای او (۲۹۰) تنه نور به په ریزرف بڼه پاته وي، چي شرایطو ته په کتو سره به له دغو کسانو څخه کار واخیستل سي.
د دې ترڅنګ د مالیې وزارت په یوه بل اقدام کي دوې درې ورځي وړاندي په هیواد کي د بې اسناده او د افغانستان لاس نه لرونکو موټرونو ته د اسنادو ورکولو او قانوني کولو د طرحي جوړولو کنفرانس را وغوښته او د دغي طرحي موارد یې په ډاګه کړل. په هيواد کي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې د پیل په تړاو خبري کنفرانس د مالیې وزارت په خیبر هال کي تر سره سو. د مالیې وزارت مسؤلینو یادونه وکړه، چي په ټول هیواد کي په لویه کچه بې اسناده موټر شتون لري، چي اکثره وخت د امنیتي او جنایي پېښو د رامنځته کيدو سبب ګرځي او دولت ته د بې اسنادو موټرو د قانوني محصول نه تحویلول د ملي عوایدو د تیښتې سبب ګرځي. دوی له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د جوړي سوي طرحي د عملي کېدو په صورت کي به په امنیتي او ټرافیکي برخو کي ستونزي له منځه ولاړي سي. په ملي عوایدو کي به زیاتوالی راسي او ورسره به د خلکو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې کمی سي او په ټوله کي به په یاده برخه کي لازمي اسانتیاوي اونظم رامنځته سي.
د پورتنیو خبرو څخه دا څرګندېږي چي د مالیي وزارت د شفافیت او غوره والي پر لور ګامونه اخلي، د ځان بیسا او متکي کېدا لپاره هڅي کوي او غواړي چي په هیواد کي د جرایمو کچه را کښته کړي،
  بې اسناده موټر قانوني کړي محصول، د ملي عوایدو د تیښتي مخه ونیسي، امنیتي او ترافیکي برخو کي ستونزي له منځه یو سي، په ادارو کي ګمارني په شفاف ډول تر سره کړي،  روڼتیا او ژمنتیا رامنځته کړي، کار اهل کار ته وسپاري او له بېلابیلو ګټورو لارو څخه په ګټي اخیستني سره، وړ، متعهد، رښتیني او مسلکي کسان په خپلو اړوندو ادارو کي په دندو وګماري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .