د عوایدو لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت مسئولینو په یو لړ مسایلو بحث وکړ!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۴۷
..........

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر او د عوایدو لوی ریاست د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین د کورنیو چارو وزارت له تامیناتي معین مولوي عبدالله مختار، د پاسپورټ ریاست لوی رئیس عبدالکریم حسیب، د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو عمومي رئیس شریف الله الهام او د اقتصادي جرایمو معاون مولوي سعد الله سره په یولړ مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دغه ناسته کي دواړو لوریو د کورنیو چارو وزارت د عوایدي ریاستونو( پاسپورټ، ټرافیکو، ډایاک او نورو) د څارني د بهیر په تړاو بحث او خبري وکړې او پرېکړه ئې وکړه، چي دواړه وزارتونه به په رسمي ډول خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کوي، ترڅو د کورنیو چارو وزارت د عوایدي برخو څارنه وکړي.
دوی زیاته کړه، چي یاد  ټیمونه به خپل هر اړخیز راپور په کتبي ډول د دواړو وزارتونو له رهبرۍ سره شریکوي، ترڅو د عوایدو  په برخو کي ستونزي تشخیص او د غوره مدیریت او شفافیت رامنځته کولو لپاره اړین اقدامات ترسره سي. د پاسپورټ او ډایاګ ریاستونه دي د یوه ټولیز پروپوزل جوړولو په موخه خپلي تجهیزاتي اړتیاوي تثبیت او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د غیرمالیاتي عوایدو له ریاست سره د پروپوزل په شکل شریکي کړي.
د یادوني وړه ده، چي د غونډي په ورستیو کي د دواړو وزارتونو په لاښه همږغۍ هم ټینګار وسو .

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS