د عوایدو لوی ریاست اړوند د تحقیق، پلان او نظارت ریاست د ولایتونو له مستوفيانو سره انلاین ناسته ترسره کړه!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د تحقیق، پلان او نظارت ریاست او د هیواد د یو شمېر مستوفيانو ترمنځ انلاین ناسته د عوایدو لوی ریاست حمایوی مرستیال مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
په دې ناسته کي د تحقیق، پلان او نظارت رئیس مولوي عبدالمجید ابو احمد، د دغه ریاست د نظارت او ارزوني آمر مولوي بدرالدین بدر، د دې آمریت کارپوه مجیب الله فروتن، د پلان، راپور او قطعیې آمر نصرالله پویا او همکارانو ګډون کړی وو.
د دواړو لوریو ترمنځ له یوې سرچینې څخه بلي سرچینې ته د عوایدو په لېږد او له (RMIS) سیسټم څخه د عوایدو قطعیې د پرینټ د څرنګوالي په اړه بحث او خبري وسوې.
د ناستي پر دوام د هیواد مستوفيانو د خپلو عوایدي لاسته راوړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل او په پای کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي حافظ شاه حسین حسیني له مستوفيانو څخه وغوښتل، چي د مالیاتو او عوایدو راټولولو په برخه کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي.