د عوایدو لوی ریاست رهبري د وزارتونو او دولتي ادارو له استازو سره د غیرمالیاتي عوایدو په اړه ناسته وکړه
د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق په مشرۍ د دغه ریاست مسؤلینو د یو شمېر وزارتونو او دولتي ادارو له استازو سره د (۱۴۰۲) مالي کال د لومړۍ ربعي د غیر مالیاتي عوایدو راپور په اړه هر اړخيز بحث او خبري وکړې.
د ناستي په پیل کي د عوایدو لوی رئیس په خپله وینا کي عواید د نظام د پایښت لپاره مهم اصل یاد کړ او له ټولو دولتي ادارو څخه ئې وغوښتل، چي د نظام د بقا او ټينگښت لپاره د عوایدو راټولولو په برخه کي پوره هڅه وکړي او دغه امانت دي په ښه ډول سره راټول سي.
د غونډي پر دوام د عوایدو لوی ریاست د عوایدو د پلان د قطعیې آمر نصرالله پویا له خوا د وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو څلور میاشتنی راپور وړاندي سو او پر شته ستونزو باندي هراړخيز بحث او خبري وسوې.
د ناستي په پای کي د عوایدو لوی ریاست د مسؤلینو له خوا د هيواد د غیرمالیاتي عوایدو کسر ته اشاره وسوه او ټینگار پر دې وسو، چي اړوند وزارتونه او ادارې باید خپل مسؤلیت په ښه ډول سره اداء کړي.
د يادوني وړ ده، چي په دې ناسته کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله آمین، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس ښاغلي انجنیر عبدالله حیدري او د ماليې وزارت پر نورو منسوبينو سربېره د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د افغانستان اوسپني پټلۍ ادارې، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د عامي روغتیا وزارت، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې، د لوړو زده کړو وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې استازو گډون کړی وو.
