د غیر انتفاعي مؤسسو د مالیاتي معافیت پروسه په انلاین بڼه سوه
د عوایدو لوی ریاست د یوه بې ساري اقدام په ترڅ کي، د غیر انتفاعي مؤسسو د مالیاتي معافیت بهیر انلاین بڼي ته واړاوه. په دغه غونډه کي، چي په همدې موخه د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي جوړه سوې وه، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد ابوالاحسان، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي ندا محمد صدیقي، د عوایدو د سیسټم رئیس محمد جلال احمدزي او د کورنیو او بهرنیو غیر انتفاعي مؤسسو یو شمېر استازو ګډون کړی وو.
په لومړیو کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد ابوالاحسان په خپله پرانیستې وینا کي ووېل: « له فتحي وروسته د مالیې وزارت ټولي څانګي فعاله سوي دي او د عوایدو د راټولولو او مالیه ورکوونکو ستونزو ته د رسېدو په برخه کي اسانتیا او سرعت رامنځ ته سوی دئ. د مؤسسو د مالیاتي معافیت تصدیق پاڼه ترلاسه کول، چي پخوا یوه ستونزه وه، په بشپړه توګه حل او د غیر انتفاعي مؤسسو د مالیاتو معافیت ټوله پروسه انلاین بڼي ته اوښتې، چي په دې کار سره هم چټکتیا او هم روڼتیا رامنځته سوې ده.
وروسته بیا د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري په خپلو خبرو کي ووېل: « د غیر انتفاعي مؤسسو د مالیاتي معافیت پروسې انلاین بڼي ته اړول د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د اصلاحاتو راوستلو په برخه کي یو بل مثبت ګام دئ؛ خو په ځینو مواردو کي قانون استثناوي وړاندي کوي، هغه اشخاص، چي غیر انتفاعي فعالیتونه لري او دولتونه او نړیوالي مؤسسې د یوه دوه اړخیز یا څو اړخیز تړون په ترڅ کي هوکړه کوي، چي د دوی فعالیتونه د تړون له مخي له مالیاتو څخه معاف دي.»
ښاغلي نوري زیاته کړه، مهمه موضوع دا ده، چي معافیتونه په یوه معتبر قانوني سند کي ذکر سوي وي او هغه څوک، چي د مالیاتي معافیت ادعا لري باید ټول هغه شرایط، چي په قوانینو کي ذکر سوي وي، ولري.
ورپسې د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس مولوي ندا محمد صديقي په خپلو خبرو کي وويل: «هره ورځ د مالياتي چارو په برخه کي اسانتياوي رامنځته کېږي او مالیاتي نظام ورو- ورو د الکټرونيکي حکومتولۍ په لور روانېږي. سیسټم جوړونه او برېښنايي کول نه یوازي د مالیاتي ادارې لپاره؛ بلکي د مالیه ورکوونکو لپاره هم غوره ګام دئ، ځکه چي د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی کوي، په کارونو کي سرعت، روڼتیا او ډاډ رامنځته کوي.»
وروسته د اکبر مؤسسې مشر (ریچارډ هوفمن) د سیسټم د پراختیا او انلاین کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: « د انلاین سیسټم پر پراختیا پانګونه اړینه ده، چي دا نه یوازي پروسې فعاله ساتي؛ بلکي د فساد په له منځه وړلو کي هم مرسته کوي. نوموړي د پوهني او نورو امکاناتو په برخه کي د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د هر اړخیزي همکارۍ په موخه ډاډ ورکړ.»
په وروستیو کي د تشبث تعلیمي او تربیتي مؤسسې رئیس فضل ربي حقبین وویل: « د مالیاتي معافیت د انلاین کولو پروسه یو نوښت او د ستایني وړ دئ. هغه وړانديز وکړ، چي د مالياتي معافيت سند باندي، چي پخوا درې کلن وو او اوس يو کلن دئ، ډېر غور وسي.
د يادوني وړ ده، چي د ماليې وزارت ماليه ورکوونکو ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو ته ژمن دئ او هڅه کوي، چي په خپلو اړوندو ادارو کي برېښنايي حکومتولي بنسټيزه کړي.
