د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د ډيپلومونو او ټرانسکريپټونو د چاپولو هوکړه لیک لاسیلک سو

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۱۱
خبر

د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د ډيپلومونو او ټرانسکريپټونو د چاپولو هوکړه لیک د ماليې وزارت د غونډو په تالار کي د ماليې وزیر ملا محمد ناصر آخند او د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم له خوا لاسلیک سو.
په دې تړاو جوړه سوې غونډه کي د ماليې وزیر الحاج ملا محمد ناصر آخند، د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د مالیې وزارت د دفتر لوی رئيس سلطان محمد زبیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ونډه اخیستې وه.
لومړی د ماليې وزارت د دفتر لوی رئیس د غونډي گډونوالو ته افتتاحیه (د پیل) وینا وکړه.
ورپسې د ماليې وزیر ملا محمد ناصر آخند وینا وکړه او ویې ویل، چي موږ د لوړو زده کړو وزارت قدردانی کوو او ډېر د خوشحالۍ احساس کوو، چي دا قراداد موږ ترسره کوو، ځکه مخکي دا اسنادونه په جرمني هیواد کي چاپېدل او ډېر زیات مصرف ورباندي راتلئ، له نېکه مرغه اوس دغه اسنادونه په خپل هیواد کي د پرمختللي ماشینرۍ په وسیله چاپېږي، چي کیفیت ئې پر نړیوال معیار برابر دئ او همداراز غوښتنه ئې وکړه، چي نوري ادارې هم باید خپل قیمتي اسنادونه په همدې مطبوعه کي چاپ کړي؛ تر څو د بهرني سفرونو د ستړیا او تکالیفو څخه خلاص سي او هم به ئې عواید د اسلامي امارت په خزانه کي جمع کېږي.
همداراز د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم په خپله وینا کي گډونوالو ته وویل، چي ډېر د خوشحالۍ ځای دئ، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د ډېرو پرمختگونو شاهدان يو، چي د دې پرمختگونو په لړۍ کي دا دئ نن د لومړي ځل لپاره د یو بل ستر پرمختگ شاهدان يو.
نوموړي زیاته کړه، د تېرو دوو کلونو په جریان کي موږ په دې برخه کي ډيري ستونزي درلودې، مخکي د دې اسنادو چاپ په جرمني هیواد کي ترسره کېدی، چي تر هغه ځايه په رسيدگۍ کي او د اسنادو په قیمت کي ډېر مشکلات وه، دا چي اوس د یو میلیون اسنادونو (پنځه سوه زره ډيپلومونو او پنځه سوه زره ټرانسکريپټونو) هوکړه لیک د ماليې وزارت سره لاسلیک کوو؛ نو د ماليې وزارت دا وړتیا لري، چي زموږ اړتیاوې، هغه که په خصوصي او یا هم امارتي سکټور کي وي، د دوی په توسط پوره سي، دا یو غټ پر مختگ دئ. د خوندي اسنادو د چاپ مطبعې لخوا، چي کومي نمونې چاپ سوي وې، زموږ د مسلکي او تخنیکي کسانو لخوا کتل سوي دي، چي هم ئې کیفیت له مخکيني اسنادو څخه ښه وو او هم هغه محافظتي او احتیاطي تدابیر (تزویر، جعل... څخه د مخنیوي لپاره) چي د یادو اسنادو د چاپ لپاره په نظر کي نیول سوي دي، تر مخکینیو اسنادو قوي دي، چي له دې سره به مو د محصلانو چاره حل سوې وي، د فساد مخه به مو نیولې وي او هم به مو د خپل هیواد عوایدو ته گټه رسولې وي. کومو محصلانو ته، چي له تېرو دوو کلنو څخه سند نه دئ ورکول سوی، له نن څخه وروسته به د توزیع سلسله شروع کېږي او دا ستونزه به ئې حلېږي.

خبر

همدا راز نوموړي په خپله وینا کي د ماليې وزارت له چارو څخه خوښي څرگنده کړه او د مالیې وزارت مخکينی اقدام ئې وستایه، چي د تازه فارغ سوو محصلینو څخه په ماليې وزارت کي د گومارني په موخه ازموینه اخیستل سوې وه، چي له جملې څخه ئې (۵۰ ) تنه په دندو وگومارل سول او د پاته بریالیو کسانو د گومارني پروسه روانه ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د افغانستان د کانونو د صادراتي توکو بهیر برېښنایي سو!

 

د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کانونو د صادراتي توکو د بهیر له پاره د اسیکوډا په سیسټم کي نوی ماډیول جوړ او د کانونو او پیټرولیم وزارت له سیسټم سره ئې وصل کړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د آقینې سرحدي او کندهار ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

 

د مالیي وزارت د ګمروکونو او عوایدو ملي اکادمۍ له تدریسي پلان سره سم د آقینې او کندهار ګمرکونو (۳۰) تنو ګډونوالو ته یو میاشتنی جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د دغه روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

برنامه آموزشی برای کارمندان گمرکات سرحدی آقینه و قندهار به پایان رسید!

 

طبق پلان تدریسی اکادمی ملی عواید و گمرکات وزارت مالیه، برنامه آموزشی یک ماهه برای (۳۰) تن اشتراک کننده گمرکات آقینه و قندهار به پایان رسید.
در جریان این برنامه آموزشی برای اشتراک. . .

BACK TO NEWS