د ماليې وزارت یو شمېر مرکزي او ولایتي کارکوونکي په پوره ایماندارۍ تر رسمي وخت اضافه کار کوي!

د روان (۱۴۰۲) مالي کال د پای نېټې له را نږدې کېدو سره سم، د مالیې وزارت د رهبرۍ د هدایت پر بنسټ د دولتي ادارو د ټولو لګښتونو د پر ځای کولو، قراردادي شرکتونو او خلکو ته پر وخت د حوالو د اجراء کولو او په دې برخه کي د ځنډ د مخنیوي په موخه، د خزاینو او ملي بودیجې لویو ریاستونو او د (۳۴) مستوفیتونو مالي کارکوونکي د کب تر (۲۹) مي نېټې پوري، هره ورځ له رسمي وخت څخه زیات د شپې تر ناوخته پوري اړوندي چاري ترسره کوي.
د یادو مرکزي ریاستونو او د (۳۴) ولایتي مستوفیتونو کارکوونکي د (۱۴۰۲/۱۲/۲۵) نېټه د جمعي په ورځ هم خپلو کاري ساحو ته حاضر سوي ول او ور سپارل سوي مسؤلیتونه ئې په بشپړه ایماندارۍ ترسره کړي ول.
د یادوني وړ ده، چي د کب میاشتي له (۲۹) مي نېټې وروسته به (۱۴۰۲) مالي کال پای ته ورسېږي او د راتلونکي (۱۴۰۳) مالي کال د ملي بودیجې تر توشېح کېدو پوري به د مالیې وزارت ټول مالي سیسټمونه
وتړل سي او ټولي مالي چاري به هم پای ته ورسېږي.